ایکنانیوز راپور راکړی،یوترک هنرمند او خطاط خدای بخښلی حسن چلبي د اسلامی نړۍ د خوشخطۍ په هنر کې د نړۍ یوه مشهوره څیره شمیرل کیږي. هغه چې په څو براعظمونو کې پر لویو جوماتونو باندې د خپلو کتیبو په دلیل د ؛خوشنویسان ؛ لقب موندلی، د ۱۴۰۳لمریزکال د کب د میاشتې په شپږمه نیټه په ۸۸ کلنۍ کې د ترکیې په استانبول کې وفات شو او له ځانه ظط یو لړ تل پاتې هنري آثار پریښيودل
د چلبي شهرت دجوماتونو لپاره د کتبیبو لیکنې او دنندارتونونو او دغه راز د خوشخطۍ له ټولګو سره دترکیې له پولو ورآخوا ځلیدلی دی . واشنګټن پوسټ خپرونې هغه د عثماني کلاسیک خوشخطئ دسټال یو ترټولو مشهور استاذ په توګه ستایلی دی.
حسن چلبی په ۱۹۳۷ کال کې د ترکیې په ارزروم ولایت کې د اولتو ولسوالۍ په اینجه کلي کې زیږیدلی ؤ. هغه په ابتدائي ښونځي کې نه یوازې لوستل او لیکل زده کړل ، بلکې په کم عمر ک ئې ټول قرآن حفظ کولو ته هم مخه کړه. هغه په ۲۴ کلنۍ کې د خوشخطۍ لیکل پیل کړل او په دې زمینې کې د پرمختګ په مقصد سره مشهورو استاذانو شاګردي وکړه او وروزل شو. حسن چلبی د نسخ او ثلث خطونه د حمید آیتک ترنظر لاندې زده کړل او د فارسي نعلیق خط او رقعه ئې د کمال باتانا په شاګردئ کې زده کړل او پر دغو خطونو له مسلط کیدا وروسته ئې دخوشخطئ مجوز ترلاسه کړ.
چلبی په ۱۹۵۴ کال کې د خپلو دیني زده کړو ددوام لپاره استانبول ته لاړ. هغه په اوچباش او ګینلي ښونځیو کې نامه ثبت کړه او هلته ئې داسلامی علومو او عربی زده کړې ته دوام ورکړ. به ۱۹۵۶ کال کې د استانبول په اوسکودار سیمې کې د مهرماه سلطان جومات کې د مؤذن په توګه منصوب شو.
حسن چلبي په ۱۹۷۶ کال کې د عربی خوشخطۍ تدریس پيل کړ. هغه د خپل حرفه وي فعالیت په اوږدو کې له درستې نړۍ کابو سلو هنر غوښتو ته د خوشخطئ مجوز ورکړ چې هغه ئې د هغه له استاد حمید آیتاش وروسته د ترکیې ترټولو زیارکښ اوسمهاله خوشنویش او خطاط باندې بندل کړ.چلبی ترکلونو پورې په دغه جومات کې د جماعت امام پاتې تر دې چې په ۱۹۸۷ کال کې ریټایرمنټ واخست او خپل ټول همت ئې د خوشخطۍ هنر او د عربی تدریس ته وقف کړ.
له دې وروسته چې د چلبي دخوشخطئ آثار د خصوصي هنرئ دټولګو او د جوماتونو د ښکلا برخه شوه ، او په نړیوالو نندارتونونو کې ئې ډير مشهور شو او شهرت ئې له ترکې ورآخوا هم ورسید.هغه په ۱۹۸۱کال کې په جده کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې آرم پلان کړ او په ۱۹۸۳ کال کې د مسجد النبی د داخل کتیبو دمرمت لپاره مدینې منورې ته ولیږدول شو.
هغه په ترکیې، ملایشیا، انډ،نیشیا ، عربستان او څو نورو اسلامی او عربی هیوادونو کې نړیوال نندارتونونه ترسره کړل او په خوشخطۍ کې ئې د نړۍ د مینه والو په زړونو کې ځاي وموند.
د چلبی په هنري کارنامو کې ډير زیات آثار دي خو د هغه په مهشورو کارونو کې ، په استانبول کې د سلطان احمد جومات دګنبسۍ دکتیبې ، په استانبول کې د خرقه شریف جومات د ګنبسۍ د کتیبې مرمتول او دغه راز په مسجد النبی او مسجد قبلتین ، جمعه مسجد د ځينو برخو خوشطخئ او کتبیې شاملې دي.
د هغه په نورو آثارو کې په ۱۹۸۶کال کې د کویت د اسلامی طبی مرکز داخلی اوبهرنیو کتیبو، په هالینډ کې د جوماتونو کتیبو، په ۱۹۹۱ کال کې دجرمني په فورټسهایم کې د فاتح جومات داخلی کتبیې، او دغه راز په ۱۹۹۹ کال کې دقزاقستان د آلماتي جامع جومات داخلی کتیبې ، د جنوبی افریقا په ژوهانسبرګ کې د جمعې جومات ددیوالونو کتبیې او دغه راز په ملایشیا کې د سری سوندایان جومات او په ترکیې کې د چاملیجا جامع جومات داخلی خوشخطئ شاملې دي.
هغه پخپل شپیته کلن هنری ژوند کې ډير داخلی او بهرنئ هنری جایزې ګټلي دي او په نړۍ کې ئې دخطاطۍ نامه دټولوپه خولو کې ده.
په ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په ۲۷ نیټه د ؛ په خوشخطئ لاره کې یو عمر ژوند؛ نومې مستند چې د خداي بخښلي حسن چلبی ژوند روایتوي، د ترکیې د استانبول کې د باغلارباشی کلتوری او دغونډو په مرکز کې نندارې ته وړاندې شو. دغه مستند له ماشوموالی رانیولې د خوشخطۍ تر اوج پورې د چلبی سفر ، د هغه د کورنۍ ، هنرمینه والو او د هغه له ډیرو نزدې دوستانو له لارې روایتوي او د هغه هنرمند کارنامه انځوروي چې په نړۍ کې ئې ډیر ارزښتمند او ګرانبیّه آثار پریښودلي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4268977